ads

روان مېلادي کال له ايران او پاکستانه څه باندې ۶ سوه زره افغانانو راستانه شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۸ م کال له پيله تر دې مهاله ۶۰۴ زره افغانان له ايران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 تله 1397
روان مېلادي کال له ايران او پاکستانه څه باندې ۶ سوه زره افغانانو راستانه شوي

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، د ۲۰۱۸ م کال له پيله تر دې مهاله ۶۰۴ زره افغانان له ايران او پاکستانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دې سازمان پرون يو راپور خپور کړ او په هغه کې راغلي چې سږ کال په ايران کې د اقتصادي بحران له کبله ۵۷۸ زره افغانان له دې هېواده افغانستان ته راستانه شوي دي.
له ايرانه د افغانانو د راتګ اصلي علتونه، په دغه هېواد کې د کار نشت، د ايراني پولي واحد کم ارزښته کېدل او پر تهران د واشنګټن بنديزونه بلل کېږي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په دومره لوی شمېر افغانان داسې مهال خپل هېواد ته ستنېږي چې افغانستان هم د بې کارۍ، بې وزلۍ او ناامنۍ له لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
دغه اداره وايي، چې پاکستان هم په خپله خاوره کې پر افغانانو د اجباري وتلو لپاره فشارونه ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي وو، په دغه هېواد کې زېږېدلو افغان کډوالو ته د تابعيت په ورکولو غور کوي، خو وروسته په يو ډول له خپلو خبرو په شا شو او ټينګار يې وکړ چې هدف يې يوازې په کراچۍ کې زېږېدلي افغانان وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA