په خوست کې د کور او ښار جوړولو رياست لپاره نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغو مراسمو ته د خوست والي حکم خان حبيبي وويل، چې په دې ودانۍ د دولت د بوديجې لخوا ۱۴ مليونه افغانۍ لګول شوې او په دوو پوړونو کې ۱۰ اداري خونې، دوه دهليزونه، دوه پخلنځي او ۷ تشنابونه لري.
حبيبي زياته کړه چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره به د ياد رياست د کارکوونکو په چارو کې چټکوالی راشي او د مامورينو لپاره به مناسب کاري چاپيريال رامنځ شي.
د حبيبي په خبره، د خوست په مرکز کې د دولتي ادارو لپاره د ودانيو د نشت ستونزه ورو ورو له منځه ځي او اوس مهال ډېرې دولتي ادارې خپل ودانۍ لري خو ځينې يې چې نه لري پر هغې هم کار روان دی.


