په خوست کې تېر ماښام د دې ولايت د شاعرانو، ليکوالانو او فرهنګيانو له لوري د ښارجوړونې رياست په همکارۍ غزليز ماښام ترسره شو.
په دې غونډه کې د خوست والي حکم خان حبيبي د سولې او يووالي په برخه کې د شاعرانو او ليکولانو هڅې وستايلې او له دوی يې وغوښتل چې نور هم د خپل قلم له لارې خلک سولې او ملي يووالي ته وهڅوي.
د نوموړي په خبره، همدا شاعران او ليکولان دي، چې له فکري اړخه ټولنه رغوي او د هنر له لارې د ناخوالو په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
حبيبي وويل چې په خوست کې ادبي او فرهنګي کړۍ پياوړې شوې او په دې ولايت کې د فرهنګ او ادب په غوړېدو کې ډېر کار شوی دی.
حبيبي په دې مراسمو کې له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو په ملي بهير کې فعاله ونډه واخلي او د عادلانه ټاکنو له ترسره کېدو سره مرسته وکړي.
وروسته شاعرانو په خپلو شعرونو کې خلک سولې، يووالي او مينې ته راوبلل.


