جمهور رييس محمد اشرف غني وايي، د محبسونو په مشرتابه او مديريت کې بايد هر اړخيز اصلاحات رامنځته شي او دغه راز دې د زندانيانو حقونو او امتيازاتو ته پاملرنه وشي.
جمهور رييس تېر ماښام د ده په مشرۍ د ملي امنيت شورا جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې له زندانيانو سره په چلند کې د قوانينو او بشري حقونو پر مراعتولو ټينګار وکړ.
دغه راز په دې غونډه کې د سيمهييزو پوليسو د کړنو، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د محابسو د اصلاح او ښه والي طرحه او پر انټرکانټيننټال هوټل د تروريستي پېښې د څېړنې د پايلو راپور وارزول شو.


