د افغانستان د كركټ له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د اسيا جام نيمه پايلوبو ته لار ومونده او ټاکل شوې د جمعې په ورځ له سريلانکا سره د لوبې ډګر ته ووزي.
دغه راز به سبا په لومړۍ نيمه پايلوبه کې هند او بنګلدېش له يو بل سره سيالي کوي.
افغانستان په خپل ګروپ کې درې لوبې ترسره کړې، متحده عربي اماراتو او نيپال ته يې ماتې ورکړې او له هند يې لوبه وبايلله.
له اې ګروپ هند او افغانستان او له ب ګروپ سريلانکا او بنګلدېش نيمه پايلوبو ته لار ومونده. پاکستان، هانک کانګ، نيپال او متحده عربي امارات بيا د اسيا جام له روانو سياليو بهر شول.


