ads

اجرايه رييس عبدالله عبدالله جاکارتا ته لاړ

د افغان حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله نن سهار د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا ته لاړ.

نویسنده: ISMAT MAYAR
11 تله 1397
اجرايه رييس عبدالله عبدالله جاکارتا ته لاړ

د افغان حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله نن سهار د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د اندونيزيا پلازمېنې جاکارتا ته لاړ.
د اجرايه رياست مرستيال وياند اميد ميثم وايي، چې عبدالله عبدالله د اندونيزيا د مرستيال جمهور رييس يوسف کالا په بلنه دغه هېواد ته لاړ.
د ميثم په خبره، اجرايه رييس به په دغه سفر کې له اندونيزيايي چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو تر منځ د شوو هوکړو پر پلي کېدو، د سوداګرۍ پر پراختيا، د افغانستان په سوله کې د دغه هېواد پر رول او د سولې او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د دغه هېواد پر تجربو خبرې وکړي.
ټاکل شوې عبدالله عبدالله په دغه سفر کې د اندونيزيا د بهرني سياست د مطالعاتو په مرکز کې په افغانستان کې د سولې په برخو کې د شته ستونزو او فرصتونو په تړاو وينا وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA