جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، دوى له پاکستانه د نااعلان شوې جګړې درول او د خپلواک هېواد په توګه د باثباته افغانستان زغمل غواړي.
نوموړي دا خبره تېر ماښام په ارګ كې د پکتيا ولايت له يو شمېر ځوانانو او مدني او ټولنيزو فعالانو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې پر بنسټ، جمهور رئيس غني وويل، باثباته افغانستان د پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ د ټولو هېوادونو په ګټه دى.
هغه زياته کړه، له سيمه ييزې همکارۍ پرته د پاکستان اقتصادي وده ناشونې ده، دوى له دې هېواد پرته هم هند ته رسېدلى شي، خو پاكستان له افغانستان پرته منځنۍ اسيا ته نه شي رسېدلى.
د جمهور رئيس غني په وينا، د افغان سولې په اړه نړيواله، سيمه ييزه او د اسلامي هېوادونو اجماع رامنځته شوې ده.