ads

پيونګيانګ له بيجينګ سره خپلې اړيكې پراخوي

د شمالي کوريا مشر خپل چيني سيال ته په يوه لېږل شوي پيغام کې ليکلي، چې پيونګيانګ له بيجينګ سره د اړيکو پراخولو ته ژمن دی.

نویسنده: mayar
9 تله 1397
پيونګيانګ له بيجينګ سره خپلې اړيكې پراخوي

د شمالي کوريا مشر خپل چيني سيال ته په يوه لېږل شوي پيغام کې ليکلي، چې پيونګيانګ له بيجينګ سره د اړيکو پراخولو ته ژمن دی.
په دې پيغام کې کيم جونګ اون ويلي، دوی له چين سره خپلو اړيکو ته ډېر ارزښت ورکوي او دا هېواد په تېرو اوو لسيزو کې د ډېرو بدلونونو له كبله ستايي.
چين د شمالي کوريا نږدې ملاتړی دی او هغه مهال، چې د شمالي او جنوبي کورياګانو او د پيونګيانګ او واشنگټن اړيکې خړې پړې شوې، بيجينګ له پيونګيانګ سره خپلې اړيکې لا ټينګې کړې.
په روان ميلادي کال کې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون درې ځله چين ته سفر وکړ او د دغه هېواد له جمهور رئيس شي جين پينګ سره يې وکتل.
دغه راز د چين د جمهور رئيس ځانګړي استازي د شمالي کوريا د اويايمې کليزې په مراسمو کې پيونګيانګ ته تللى او د جمهور رئيس شي پيغام يې هلته رسولی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA