ads

له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې نيپال ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې په بنګله دېش كې د اسيا جام سياليو په ترڅ كې خپله دوهمه لوبه نن د نيپال له لوبډلې وګټله.

نویسنده: mayar
9 تله 1397
له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې نيپال ته هم ماتې ورکړه

د افغانستان د كركټ له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې په بنګله دېش كې د اسيا جام سياليو په ترڅ كې خپله دوهمه لوبه نن د نيپال له لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه د نيپالۍ لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
نيپال په ۳۸ اعشاريه ۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وكړې، خو افغانستان وركړل شوى هدف په ۳۷ اعشاريه ۳ اورونو كې د اوو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او د درېيو وېكټو په توپير يې لوبه وګټله.
تر دې مخكې وړمه ورځ د افغانستان د كركټ له ۱۹ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه كې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه.
افغانستان به په ګروپي پړاو سياليو كې خپله وروستۍ لوبه سبا له هند سره وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA