د فلسطين په غزه تراډه کې د بيا راګرځېدو په نوم د لوی اعتراض په مهال د اسراييلي ځواکونو په ډزو اووه فلسطينيان ټپيان شوي دي.
د فلسطين روغتيايي چارواکي وايي، د دې اوو ټپيانو له منځه د دوو تنو روغتيايي وضعيت نازک دی.
د دوی په خبره، پاتې پنځه تنه بيا سرسري ټپيان شوي دي.
دوى ويلي، تېر ماښام د البريج کمپ په ختيځ کې څلور، د جباليا کمپ په ختيځ کې يو او د خانيونس ښار د ختيځ په خزاعه سيمه کې هم يو فلسطينی ټپيان شوي دي.


