د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په لوېديځه ويرجينا کې د خلکو يوې غونډې ته په خبرو کې د سعودي عربستان په تړاو له سپكاوي ډکې څرګندونې کړې دي.
نوموړي ويلي، د سعودي له پاچا سره په ټيليفوني خبرو کې يې هغه ته ويلي، چې له امريکا پرته به د سعودي برخليک څه وي؟
ټرمپ زياته کړې، سعودي حتا له امريکا پرته خپلې الوتکې هم نه شي ساتلی، ځکه پر هغو به بريد وشي.
د امريکا جمهور رئيس همدارنګه ويلي، سعودي له دوی سره پوره امن دی، دغه هېواد ډېرې پيسې لري، خو بيا يې هم پوځ ته متحده ايالات مرستې وركوي.
د هغه په وينا، سلمان بن عبدالعزيز ته يې وويل، چې خپل پوځ دې په خپله وساتي، ځكه هېواد يې بېوزله نه دى.


