ads

راشد خان د يو ورځنيو لوبو غوره الراونډر شو

افغان لوبغاړي راشد خان د كركټ د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

نویسنده: mayar
8 تله 1397
راشد خان د يو ورځنيو لوبو غوره الراونډر شو

افغان لوبغاړي راشد خان د كركټ د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
وروسته له هغې، چې نوموړى په اسيا جام سياليو کې ښه وځلېد، ۱۰ لوبغاړي يې وسوځول او په دوو لوبو كې يې د ۴۳ منډو په اوسط ۸۷ منډې وکړې، د کرکټ د نړيوالې شورا له لوري نن د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په خپره شوې درجه بندۍ کې يې لومړی مقام خپل کړی دی.
راشد خان په دغو سياليو کې د ښو لوبو له کبله د ۶۷ نومرو په ترلاسه کولو له اووم مقامه لومړي ته پرمختګ وکړ.
په تازه درجه بندۍ کې د بنګله دېش شکېب الحسن، چې مخکې يې لومړی مقام درلود، دوهم او افغان لوبغاړي محمد نبي، چې مخکې دوهم و، درېيم ځای ترلاسه کړی دی.
د دې ترڅنګ د كركټ د يو ورځنيو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې راشد خان دوهم او مجيب الرحمن بيا اتم مقام خپل کړی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسيا جام په سياليو کې لومړۍ دوه ګروپي سيالۍ وګټلې، په دوهم پړاو کې يې دوه لوبې په ډېر کم توپير وبايللې او وروستۍ لوبه يې له هند سره مساوي کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA