ads

د عراق په کردستان کې نن پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

د عراق د کردستان شاوخوا درې ميليونه اوسېدونکي نن د دغې سيمې په پارلماني ټاکنو رايې وركوي.

نویسنده: mayar
8 تله 1397
د عراق په کردستان کې نن پارلماني ټاکنې ترسره کېږي

د عراق د کردستان شاوخوا درې ميليونه اوسېدونکي نن د دغې سيمې په پارلماني ټاکنو رايې وركوي.
ټاکنې په سيمه ييز وخت نن سهار اته بجې پيل شوې او د ماښام تر شپږو بجو به دوام ولري.
دا په دې سيمه کې د خپلواکۍ له ټولپوښتنې وروسته لومړنۍ ټاکنې دي.
د عراق د کردستان سيمې پارلمان ۱۱۱ څوکۍ لري.
د مخکينيو وړاندوينو له مخې، د جلال طالباني په کورنۍ پورې اړوند د کردستان وطني ټولنه او د مسعود بارزاني اړوند د کردستان ډيموکراټ ګوند ښايي په ټاکنو کې مخکښ واوسي.
دغه راز د جماعت اسلامي ګوند او د نوي نسل د بدلون خوځښت هم هڅه کوي په ټاکنو کې ډېرې څوکۍ ترلاسه کړي.
د ټاکنو لومړنۍ پايلې به د رای ورکولو له بشپړېدو ۷۲ ساعته وروسته اعلان شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA