ads

جمهور رئيس غني د كركټ لوبغاړو ته نغدي جايزه ورکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د کرکټ بورډ پخواني عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي مير مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکړې.

نویسنده: mayar
8 تله 1397
جمهور رئيس غني د كركټ لوبغاړو ته نغدي جايزه ورکړه

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر ماښام په ارګ كې د هېواد د کرکټ بورډ پخواني عمومي رئيس شکرالله عاطف مشعل ته د غازي مير مسجدي خان دولتي مډال او د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته نغدي جايزې ورکړې.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د کرکټ بورډ عمومي رئيس عزيزالله فضلي وويل، د لوبغاړو د وړتياوو لوړولو ترڅنګ به هغوى ته لا ښې زمينې برابرې کړي، چې په راتلونکې کې لا ډېرې برياوې او لاسته راوړنې ولري.
نوموړي زياته كړه، د ۲۰۱۹م ميلادي کال د نړيوال جام سياليو ته پوره چمتووالى لري او په دغه برخه کې به خپلې هڅې لا چټکې کړي.
بلخوا جمهور رئيس غني افغان لوبغاړي د هېواد واقعي سفيران وبلل.
د هغه په وينا، د کرکټ ملي لوبډلې د اتلوليو او لا ښو لاسته راوړنو لپاره به ټول لازم امکانات برابر کړي.
د يادونې وړ ده، چې د كركټ ملي لوبډلې په اسيا جام سياليو كې د دوو لوبو په ګټلو، يوې مساوي كولو او په لږ توپير د دوو بايللو سره ځان غښتلى ثابت كړ او په نړيواله كچه وستايل شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA