که څه هم د انډونيزيا په پالو ښار کې د رېختر په کچه ۷ اعشاريه ۵ درجې زلزلې او وروسته سونامي تر دې مهاله څه باندې ۴۰۰ تنه وژلي، خو د دغه هېواد مرستيال جمهور رئيس وايي، د زرګونو نورو کسانو د مړينې اټکل کېږي.
ده ويلي، ښايي د زلزلې او سونامي له کبله په زرګونو نور کسان هم مړه شوي وي.
د انډونيزيا دولت په سولاوسي جزيره کې د پالو ښار ته د مرستو لپاره پوځيان لېږلي او هلته يې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
د دغې زلزلې او سونامي له کبله شاوخوا ۵۰۰ تنه ټپيان شوي هم دي.
تر دې مهاله د ماليزيا او اسټراليا په ګډون ځينو هېوادونو انډونيزيا ته خپلې مرستې لېږلې دي.
د راپورونو له مخې، د اوبو دوه متري څپو کورونه، موټرونه او ښاري بنسټونه لکه پلونه او نور تخريب کړي دي.


