په هرات كې وسله والو غلو درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په هرات كې د ملكي وګړو پر يوه موټر د وسله والو غلو د ډزو له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست سيد احمد محمدي كليد ته وويل، وسله والو غلو نن سهار د هرات – غوريان پر لاره د يوه مسافر وړونكي بس سپرلۍ ښكته كړې او موټر يې بېولى دى.