په هرات كې د ملكي وګړو پر يوه موټر د وسله والو غلو د ډزو له كبله درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست سيد احمد محمدي كليد ته وويل، وسله والو غلو نن سهار د هرات – غوريان پر لاره د يوه مسافر وړونكي بس سپرلۍ ښكته كړې او موټر يې بېولى دى.
هغه زياته كړه، په همدې مهال وسله والو غلو پر يوه سرف ډوله موټر ډزې كړي، چې په ترڅ كې يې يو تن وژل شوى او د يوې ښځې او يوه ماشومان په ګډون دوه تنه ټپيان دي.
د محمدي په خبره، غلو د يادو موټرونو له سپرليو هېڅ شى نه دى غلا كړى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست وايي، د پېښې د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هڅې روانې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


