ads

په هرات كې بې ځايه شوو كورنيو خپل ۷۱ ماشومان پلورلي

د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست وايي، د دې ولايت په شيدايي سيمه كې يو شمېر بې ځايه شوو كورنيو خپل لسګونه ماشومان پلورلي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 تله 1397
په هرات كې بې ځايه شوو كورنيو خپل ۷۱ ماشومان پلورلي

د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست وايي، د دې ولايت په شيدايي سيمه كې يو شمېر بې ځايه شوو كورنيو خپل لسګونه ماشومان پلورلي دي.
د يادې ادارې رئيس عبدالقيوم افغان كليد ته وويل، سږ كال هلته ۷۱ ماشومان د خپلو كورنيو لخوا د كوژدې په نوم له ۱۰۰ زرو تر ۳۰۰ زرو افغانيو په بدل كې پلورل شوي دي.
د هغه په وينا، دا ماشومان له يوه تر پنځو كلونو عمرونه لري او د شيدايي سيمې د بې ځايه شوو كورنيو اړوند دي.
افغان زياته كړه، د موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى ټاكل شوى او ډېر ژر به د دغو قضيو عاملين وپېژندل او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د هرات د كار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رئيس د يادو ماشومانو د پلورلو اصلي علتونه بېوزلي، بې كاري او د ماشومانو له حقونو ناخبرتيا يادوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA