ads

په ننګرهار کې د درېيو لېسو مخې ته چاودنې شوي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو لېسو مخې ته د بمي چاودنو له كبله يو تن ټپي شوى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 تله 1397
په ننګرهار کې د درېيو لېسو مخې ته چاودنې شوي

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو لېسو مخې ته د بمي چاودنو له كبله يو تن ټپي شوى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، نن سهار د سره رود ولسوالۍ د چهارباغ صفا او پير سيد احمد ګيلاني لېسو مخې ته غبرګې چاودنې شوي، چې له كبله يې د يوې لېسې ملازم ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په عربانو ګولايي سيمه کې د عربانو لېسې مخې ته هم په کثافت دانۍ کې ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنه کړې، خو زيان نه لري.
خوږياڼي زياته كړه، په چاودنه کې د ټپي شوي ملازم روغتيايي حالت ښه دى.
د چاودنو مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA