ads

په مزار شريف ښار كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۳ كسان نيول شوي

د بلخ امنيتي مسوولين د مزار شريف ښار د جنوب په يوې لويې قمارخونې كې د انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او د ښار د ناامنه كولو په تور د ۳۳ كسانو د نيولو خبر وركوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 تله 1397
په مزار شريف ښار كې د بېلابېلو جرمونو په تور ۳۳ كسان نيول شوي

د بلخ امنيتي مسوولين د مزار شريف ښار د جنوب په يوې لويې قمارخونې كې د انسان تښتونې، وسله والو غلاوو او د ښار د ناامنه كولو په تور د ۳۳ كسانو د نيولو خبر وركوي.
د دې ولايت امنيه قوماندان اكرم سامع نن يوې خبري غونډې ته وويل، دا كسان د ځانګړې قطعې د ځواكونو له لوري، چې له كابله بلخ ته د غيرې مسوولو وسله والو ډلو او وسله والو غلو د نيولو په هدف لېږل شوي، د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ په همكارۍ د جمعې په مازديګر ونيول شول.
د ده په خبره، امنيتي ځواكونو له نيول شوو كسانو دوه ميله وسلې، دوه عرادې كرولا ډوله موټرونه او پنځه عرادې موټرسايكلونه ترلاسه كړي دي.
سامع زياته كړه، ۲۱ نامسووله وسله والې ډلې يې پېژندلي، چې د بلخ په ناامنه كولو كې لاس لري.
د هغه په وينا، له ياد شمېر ډلو دوه يې نيول شوې او ځينې يې له دې ولايته تښتېدلې دي.
د بلخ امنيتي مسوولين وايي، په دغه ولايت كې به د ځانګړې قطعې او نورو امنيتي ځواكونو په همكارۍ ټولې غيرې مسوولې وسله والې ډلې، وسله وال غله او د قمارخونو مالكان ونيول او مجازات شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA