ads

په بادغيس كې د قتل، اختطاف او باج ګيرۍ په تور دوه تنه نيول شوي

د بادغيس پوليسو د قتل، اختطاف او د دې ولايت له دولتي ادارو د باج اخيستنې په تور دوه تنه نيولي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان احمد فهيم قايم وايي، نيول شوي كسان احمد بېګ او سلطان نومېږي او په وروستۍ پېښه كې يې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ كې يو تن وژلى او موټرسايكل يې ترې وړى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 تله 1397

د هغه په وينا، دا كسان پرون غرمه د مقر ولسوالۍ په زادعلي كلي كې ونيول شول.
قايم زياتوي، احمد بېګ قومي مشران، د دولتي ادارو رئيسان او حكومتي مامورين په مرګ ګواښل او باج يې ترې اخيست.
په همدې حال كې د بادغيس مدني فعالان د يادو كسانو د نيولو لپاره د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ هڅې ستايي.
د بادغيس د مدني ټولنو د شبكې مرستيال محمد اصف اميري له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، چې دا كسان په اعدام محكوم كړي.
د بادغيس امنيه قومانداني وايي، سلطان شاوخوا يو كال مخكې امنيتي ځواكونو د قتل په تور نيولى و، خو د څارنوالۍ لخوا بېرته خوشې شو او وروسته يې بيا د احمد بېګ په همكارۍ بادغيسى ځوان په مقر ولسوالۍ كې وواژه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA