د هند د كركټ ملي لوبډلې په پايلوبه كې د بنګله دېش لوبډلې ته په ماتې وركولو د اسيا جام سياليو اتلولي خپله كړه.
پايلوبه د كابل په وخت پرون مازديګر څلور بجې په دوبۍ كې پيل شوه او تېره شپه پاى ته ورسېده.
د لوبې پچه د هند د لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې په ۴۸ اعشاريه ۳ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وكړې، خو د هند لوبډلې وركړل شوى هدف د اوو لوبغاړو په له لاسه وركولو د لوبې په وروستي توپ پوره كړ او اتله شوه.
د كركټ د اسيا جام په سږنيو سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلې ولوبېدې.
افغانستان ټولې پنځه لوبې وكړې، په ګروپي پړاو كې يې له سريلانكا او بنګله دېش څخه لوبې وګټلې او په وروستي پړاو كې يې پاكستان او بنګله دېش ته په لږ توپير وبايللې، خو له هند سره يې لوبه مساوي پاى ته ورسوله.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په دې سياليو كې ځان غښتلى ثابت كړ.
د كركټ د اسيا جام لوبې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وې.


