ads

د ملي يووالي حكومت څلور كلن شو

نن د تلې مياشتې په اوومه نېټه د ملي يووالي حكومت څلور كلن شو.
څلور كاله وړاندې دا حكومت جوړ شو او دواړو مشرانو يې د لوړې مراسم ترسره كړل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
7 تله 1397
د ملي يووالي حكومت څلور كلن شو

نن د تلې مياشتې په اوومه نېټه د ملي يووالي حكومت څلور كلن شو.
څلور كاله وړاندې دا حكومت جوړ شو او دواړو مشرانو يې د لوړې مراسم ترسره كړل.
د لوړې له مراسمو وروسته جمهور رئيس او اجرائيه رئيس په هېواد كې د سولې، امنيت، اقتصاد، اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او ځينو نورو برخو كې جدي ژمنې وكړې.
د څلورو كلونو په تېرېدو سره د ملي يووالي حكومت وايي، په يو شمېر برخو كې لاسته راوړنې او په ځينو برخو كې ستونزې لري.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند امېد ميثم له كليد سره په خبرو كې وويل، سره له دې، چې په امنيتي او ځينو نورو برخو كې حكومت له ستونزو سره مخ دى، له نړيوالو سره په اړيكو، ټاكنيزو اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او يو شمېر نورو برخو كې لاسته راوړنې هم لري.
خو د سياسي چارو ځينې شنونكي وايي، له تېرو څلورو كلونو د وړاندې مودې په پرتله په هېواد كې سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيز وضعيت خراب شوى، د بې كارۍ كچه لوړه شوې او د هېواد پرېښودونكو افغانانو شمېر ډېر شوى، چې دا حالت د حكومت او ولس ترمنځ د واټن د زياتوالي سبب شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA