ads

افغانستان ته د ايراني زعفرانو واردېدو هراتي زعفران كاران اندېښمن كړي

د هرات يو شمېر زعفران كاران له ايرانه افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پيازو د وارداتو په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوى وايي، د ايران زعفران افغانستان ته له واردولو وروسته د افغاني محصول په نوم د نړۍ په بازارونو كې پلورل كېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397
افغانستان ته د ايراني زعفرانو واردېدو هراتي زعفران كاران اندېښمن كړي

د هرات يو شمېر زعفران كاران له ايرانه افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پيازو د وارداتو په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوى وايي، د ايران زعفران افغانستان ته له واردولو وروسته د افغاني محصول په نوم د نړۍ په بازارونو كې پلورل كېږي.
د هرات د زعفران كارانو د ملي اتحاديې مرستيال سيد عبدالواحد سادات كليد ته وويل، ايراني زعفران ټيټ كيفيت لري او د افغاني زعفرانو د پلور مخه نيسي.
د هرات د كرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رياست هم له ايرانه افغانستان ته د بې كيفيته زعفرانو واردېدل تاييدوي.
د دې ادارې رئيس عبدالصبور رحماني وايي، د زعفرانو پياز په قاچاقي ډول له ايرانه هرات ته راوړل كېږي.
نوموړى له سيمه ييزې ادارې او كشفي ارګانونو غواړي، چې د ايراني زعفرانو د ناقانونه واردېدو مخنيوى وكړي.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د يو كيلو ګرام افغاني زعفرانو بيه له ۱۳۰ زره افغانيو څخه ۵۰ زره افغانيو ته راټيټه شوې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA