ads

په غزني كې په شرايطو برابرې بنديانې بښل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د غزني په شرايطو برابرې بنديانې وبښل شي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ دغه ولايت ته د سفر په مهال له ښځو سره د ليدنې په مهال وكړه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397
په غزني كې په شرايطو برابرې بنديانې بښل كېږي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له هر اړخيزې ارزونې وروسته به د غزني په شرايطو برابرې بنديانې وبښل شي.
هغه دا خبره د پنجشنبې په ورځ دغه ولايت ته د سفر په مهال له ښځو سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د غزني ښځو د زنداني مېرمنو، نجونو ته د روزنتون، د نسايي ولادي روغتون، ښځينه ښوونځيو، کاري فرصتونو او د ښځينه خبريالانو د امنيت د ټينګښت په برخو کې له جمهور رئيس غني سره خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
د هېواد جمهور رئيس د غزني والي وحيدالله كليمزي ته لارښوونه وکړه، چې د زنداني ښځو لېست ترتيب کړي او هغه چې په شرايطو برابرې دي، د عفوې فرمان به يې صادر شي.
ده په غزني کې د ښځينه خبريالانو ستونزو ته په اشارې وويل، حكومت له خبريالانو هراړخيز ملاتړ کوي او د مرستې په هدف يې د هغو خبريالانو د لېست جوړولو غوښتنه وكړه، چې په وروستيو پېښو کې يې زيان ليدلى دى.
جمهور رئيس غني همدارنګه كليمزي ته لارښوونه وكړه، چې د غزني د نسايي ولادي روغتون د جوړولو، د ډاکټرانو د تخصص پروګرام د پيل او د نجونو لپاره د روزنتون تخميني بوديجه او واضح وړانديز ترتيب کړي، چې د هغو په رڼا کې اقدام وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA