ads

پاکستان په دغه هېواد كې د افغان كډوالو د اوسېدو موده وغځوله

د پاکستان حکومت په دې هېواد كې د مېشتو افغانو کډوالو د پاتې کېدو موده د ۲۰۱۹م ميلادي كال د جون مياشتې تر پايه وغځوله.
د پاكستان د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري خبريالانو ته وويل، دا پرېكړه د پنجشنبې په ورځ د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ د كابينې په غونډه كې وشوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397

نوموړي زياته كړه، اوس مهال په پاكستان كې نېږدې ۹۰۰ زره اسناد لرونكي او شاوخوا ۵۰۰ زره غيرې قانوني افغان كډوال ژوند كوي.
د پاكستان كابينې ياده پرېكړه په داسې حال كې كړې، چې په دې وروستيو كې افغان كډوالو ته د تابعيت وركولو په اړه د عمران خان څرګندونو بېلابېل غبرګونونه وپارول.
د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو اداره UNHCR وايي، په ۲۰۱۶م كال كې ۴۰۰ زره او په ۲۰۱۷م كې شاوخوا ۶۰ زره افغان كډوال له پاكستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA