د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه پيل شول

د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه تېره شپه ۱۲ بجې پيل شول، چې ۲۰ ورځې به دوام وكړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي پرون د سياسي ګوندونو او جريانونو له استازو سره په ګډه غونډه کې وويل، كانديدان بايد ولايتونو ته د تګ راتګ په مهال امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړي.