د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه نن د هند او بنګله دېش ترمنځ ترسره كېږي

ټاکل شوې نن په دوبۍ كې د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه د هند او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
بنګله دېش په وروستۍ لوبه كې پاکستان ته د ۳۷ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده.
تر دې مخکې هند هم پايلوبې ته وتلى و.