ads

د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه نن د هند او بنګله دېش ترمنځ ترسره كېږي

ټاکل شوې نن په دوبۍ كې د كركټ د اسيا جام سياليو پايلوبه د هند او بنګله دېش د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په څلورو بجو پيل شي.
بنګله دېش په وروستۍ لوبه كې پاکستان ته د ۳۷ منډو په توپير ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې لار ومونده.
تر دې مخکې هند هم پايلوبې ته وتلى و.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397

د كركټ د اسيا جام په سږنيو سياليو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ لوبډلې ولوبېدې.
افغانستان ټولې پنځه لوبې وكړې، په ګروپي پړاو كې يې له سريلانكا او بنګله دېش څخه لوبې وګټلې او په وروستي پړاو كې يې پاكستان او بنګله دېش ته په لږ توپير وبايللې، خو له هند سره يې لوبه مساوي پاى ته ورسوله.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې په دې سياليو كې ځان غښتلى ثابت كړ.
د كركټ د اسيا جام لوبې د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۵مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA