ads

حكمتيار: د ديني عالمانو په ترور كې له دولتي امكاناتو ګټه اخيستل كېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په هېواد كې د ديني عالمانو د هدفي وژنو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا ترورونه له دولتي يونيفورم، وسلو او موټرونو په ګټې اخيستنې ترسره كېږي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397
حكمتيار: د ديني عالمانو په ترور كې له دولتي امكاناتو ګټه اخيستل كېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار په هېواد كې د ديني عالمانو د هدفي وژنو د زياتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، دا ترورونه له دولتي يونيفورم، وسلو او موټرونو په ګټې اخيستنې ترسره كېږي.
هغه نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، ديني عالمان د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ترور كېږي، خو داعش ډله او وسله وال طالبان يې مسووليت نه مني.
حكمتيار زياته كړه، ويل كېږي دا كسان د سيمې د استخباراتو او يا هم د هغوى د افغان همكارانو لخوا وژل كېږي.
د حزب اسلامي مشر له ديني عالمانو وغوښتل، چې د خپل امنيت ټينګښت ته پاملرنه وكړي او د مدني حركتونو په ترسره كولو سره حكومت اړ كړي، چې د دغو ترورونو مخه ونيسي.
غوښتل مو د حكمتيار د څرګندونو په تړاو د كورنيو چارو وزارت نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بريالي نه شوو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA