ads

امريكايي اېف ۳۵ ډوله الوتكې په افغانستان كې لومړنى ماموريت پيل كړ

د امريكا د اردو اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې خپل لومړنى ماموريت په افغانستان كې پر وسله والو طالبانو په بريد سره پيل كړ.
دا د نړۍ له پرمختللو جنګي جېټ الوتكو څخه ده، چې له راداره د تېښتې وړتيا هم لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
6 تله 1397
امريكايي اېف ۳۵ ډوله الوتكې په افغانستان كې لومړنى ماموريت پيل كړ

د امريكا د اردو اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې خپل لومړنى ماموريت په افغانستان كې پر وسله والو طالبانو په بريد سره پيل كړ.
دا د نړۍ له پرمختللو جنګي جېټ الوتكو څخه ده، چې له راداره د تېښتې وړتيا هم لري.
د ډگروال چندلر نيلمز په نوم امريكايي پوځي چارواكي ويلي، د دوى يوې اېف ۳۵ ډوله جنګي جېټ الوتكې د پنجشنبې په سهار په عرب بحيره كې له يوې امريكايي بېړۍ پرواز وكړ او د وسله والو طالبانو يو مېشتځاى يې په بريالي توګه وويشت.
اسراييل لومړنى هېواد و، چې د روان ميلادي كال په مې مياشت كې يې په لومړي ځل له يادې الوتكې په يوه جنګي ماموريت كې كار واخيست.
اېف ۳۵ جنګي جېټ الوتكې درې ډوله توليدېږي.
امريكا او ۱۰ نور هېوادونه، چې د دغو پرمختللو الوتكو په توليد كې ونډه لري، غواړي له ۳۰۰۰ زياتې دا ډول الوتكې جوړې كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA