د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د ولسي جرګې ټاكنو كانديدان حق نه لري، چې د ټاكنيزو مبارزو په مهال عامه نظم مختل او د ښار بڼه بدله كړي.
د دې كمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي كليد ته وويل، ټولو كانديدانو په دې اړه د ټاكنو له خپلواك كمېسيون سره يو هوكړه ليك لاسليك كړى دى.
هغه زياته كړه، كه كانديدان له ياد كمېسيون سره له خپلې كړې ژمنې سرغړونه وكړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
د يادونې وړ ده، چې د ولسي جرګې ټاکنو د كانديدانو ټاکنيز کمپاينونه تېره شپه ۱۲ بجې پيل شول او ۲۰ ورځې به دوام وكړي.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون د ولسي جرګې ټاكنو له كانديدانو غواړي، چې د ټاكنيزو مبارزو په وخت سالم رقابت وكړي او قومي مسايلو ته لمن ونه وهي.
په ټول هېواد كې څه باندې ۲۵۰۰ كانديدان د ولسي جرګې ټاکنو ته ولاړ دي.
دا ټاکنې د روانې تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.


