د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنه يا نی وايي، له هغه وروسته چې وسله والو طالبانو په غزني ښار بريد وکړ، د دغه ولايت له رسنيو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د نی اجرايوي رييس مجيب خلوتګر د پنجشنبه په ورځ په کابل کې خبري غوندې ته وويل، په غزني ښار د وسله والو طالبانو د بريد له کبله رسنيو ته يو مليون او پنځه سوه زره ډالره زيان واوښت.
له ازادو رسنيو د ملاتړ ټولنې اجرايوي رييس دغه راز په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د ګواښونو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده او ټينګار يې وکړ چې بايد د دوی خونديتوب ته پاملرنه وشي.
نی داسې مهال په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندې د ګواښونو د ډېرېدو خبره کوي چې په روان کال کې له لسو ډېرو افغان خبريالانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


