ads

عبدالله: د ګاونډيو هېوادونو د طرحو له کبله زرګونه افغانان وژل شوي

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حکومت د سولې په برخه کې د پام وړ اقدامات کړي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 تله 1397
عبدالله: د ګاونډيو هېوادونو د طرحو له کبله زرګونه افغانان وژل شوي

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، د ملي يووالي حکومت د سولې په برخه کې د پام وړ اقدامات کړي دي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
عبدالله عبدالله په نيويارک کې د ملګرو ملتونو ۷۳مې غونډې ته په وينا کې وويل، په وروستيو څو لسيزو کې زرګونه افغانان د سيمه ييزو طرحو او له ترهګرۍ د ګاونډيو هېوادونو د ملاتړ له کبله وژل شوي دي: ((په وروستيو څو لسيزو کې زرګونه افغانان د سيمه ييزو طرحو او له ترهګرۍ او تاوتريخوالي د ملاتړ له کبله زرګونه افغانان وژل شوي دي.))
عبدالله له پاکستان وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې، امنيتي همکاريو او سولې پروسې په برخه کې عملي اقدامات وکړي: ((له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان غواړم، چې د ترهګرو د پټن ځايونو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي. موږ د پاکستان له لوري د سولې او پيوستون په تړاو د عمل پلان چې په وروستيو کې په هغه هوکړه شوې پلي کېدو ته په تمه يو.))
د اجرائيه رئيس په وينا د سيمې هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد واحده مبارزه وکړي او د ترهګرو د امن پټن ځايونه له منځه يوسي.
عبدالله ګيله وکړه چې ددې هدف په ترلاسه کولو کې شوي اقدامات “کافي نه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA