ads

د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ لومړنی هوايي دهلېز پرانيستل شو

د افغانستان او اروپايي ټولنې لومړنی هوايي دهلېز نن رسماً پرانيستل شو.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 تله 1397
د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ لومړنی هوايي دهلېز پرانيستل شو

د افغانستان او اروپايي ټولنې لومړنی هوايي دهلېز نن رسماً پرانيستل شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي مرستيال خان جان الکوزي د دغه دهلېز د پرانيستې په مراسمو کې وويل، چې افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به د افغانستان توليدات د نړۍ بازارونو ته وررسېږي.
الکوزی زياتوي، چې افغانستان اوس مهال نورو هېوادونو ته يو ميليون ټنه صادرات لري.
د هغه په خبره، د افغانستان او اروپايي ټولنې د هوايي دهلېز په پرانيستل کېدو سره به له شاوخوا ۳۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان قره قل اروپا ته ولېږل شي.
د افغانستان او اروپايي ټولنې د هوايي دهلېز په لومړي پرواز کې به ۱۲ ټنه قره قل، ۸ ټنه غالۍ او ۴ ټنه تازه مېوه فنلنډ او اېټاليا ته ولېږل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA