ads

جمهور رييس غني د غزني ولايت د خلکو له بېلا بېلو اقشارو سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غزني ولايت ته د خپل په ترڅ کې د غزني د ولايتي شورا او مدني ټولنې له غړو، د ځوانانو له استازو او د غزني ولايت د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو سره وکتل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 تله 1397
جمهور رييس غني د غزني ولايت د خلکو له بېلا بېلو اقشارو سره وکتل

جمهور رئيس محمد اشرف غني نن غزني ولايت ته د خپل په ترڅ کې د غزني د ولايتي شورا او مدني ټولنې له غړو، د ځوانانو له استازو او د غزني ولايت د پوهنتون او ښوونځيو له استادانو سره وکتل.
دوی د امنيت د ټينګښت، د ځواکونو د ډېرښت، لوړو زده کړو، د لومړي درجه ولايت په توګه د غزني ولايت د تشکيل، د ناامنه ولايتونو زده کوونکو لپاره د ليليې د امکاناتو برابرولو، د ښوونځيو د ودانيو د کمښت، د بورسونو د ورکړې، د خصوصي تحصيلي نهادونو په مالياتو کې د تخفيف او د ښوونکو لپاره د ځمکو د وېش او د غزني ولايت د روغتون د ودانولو په برخو کې خپلې ستونزې او وړانديزونه شريک کړل.
جمهور رئيس غني د ستونزو د حل په برخه کې د غزني د ولايتي شورا او مدني ټولنې غړو، د ځوانانو استازو او د غزني ولايت د پوهنتون او ښوونځيو استادانو ته ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې په بېلا بېلو برخو کې به غزني ولايت ته جدي پام وشي.
له بل لوري د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د جمهور رييس غني د سفر پر مهال پر غزني ښار درې راکټونه توغول شوي، چې دوه يې د ولايت مقام ته څېرمه لګېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA