د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست عزيز احمد عزيز وايي، په دغه ولايت کې د ولسي جرګې يو کانديد ناصر مبارز تېر ماښام د نامعلومو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.
عزيز زياتوي، مبارز لومړی ټپي وو خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د نوموړي په خبره، بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
ناصر مبارز مدني فعال وو او له کندهار د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته نوماند وو.
تر دې مهاله د نوموړي د وژنې مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.


