ads

په بادغېس کې د ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

په بادغېس ولايت کې د ماين چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 تله 1397
په بادغېس کې د ماين چاودنې دوه ماشومان ووژل

په بادغېس ولايت کې د ماين چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ وياند نقيب اميني وايي، دغه ماين د قادس ولسوالۍ په قرچغي کلي کې د حکومت د وسله والو مخالفينو لخوا ځای پر ځای شوی و.
د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې دوه ماشومان چې يو ۱۱ کلن او بل يې ۱۳ کلن و، وژل شوي دي.
د حکومت وسله والو مخالفينو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA