په افغانستان کې د ملګرو ملتو سياسي استازولي وايي، د دوی لومړنۍ موندنې ښيي چې د وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د يکشنبې د ورځې په هوايي بمبارۍ کې ۱۲ ملکيان وژل شوي دي.
يوناما تېر ماښام په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ټول قربانيان د جغتو ولسوالۍ د ملاحافظ کلي د يوې کورنۍ ښځې او ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت تر دې مهاله هم د وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه تاييدوي.
ترې دې مخکې يوناما په يوه بله اعلاميه کې ويلي و، د کاپيسا په تګاب کې د يو ښوونکي پر کور د هوايي بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ د نهو غړو وژل کېدل تاييد کړي وو.
په دې تړاو د ملي دفاع وزارت وايي، د پېښې سيمې ته يې پلاوی استولی دی او په دې تړاو څېړنې کوي.


