د ټاکنو خپلواک کېمسيون له حکومت غواړي چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال دولتي امکانات د نوماندانو په واک کې ور نه کړي.
د دغه کمېسيون منشي او وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې خبري غوندې ته په خپلو خبرو کې له نوماندانو هم وغوښتل چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال سالمه سيالي وکړي او قومي مسايلو ته لمن ونه وهي.
هاشمي دغه راز له امنيتي ځواکونو هم وغوښتل چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال خپل بې پلويتوب وساتي او د کانديدانو امنيت تامين کړي.
ټاکل شوې د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنيز کمپاينونه د جمعې په ورځ پيل شي او د تلې مياشتې تر ۲۵مې نېټې دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


