د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په روانه جګړه کې يوازې افغانان وژل کېږي او بهرنيان خوندي دي.
نوموړي نن په کابل کې يوې غونډې ته په خبرو کې وويل، د بهرنيو هېوادونو استخباراتي شبکې په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي.
د حکمتيار په خبره، که د افغانستان ديني عالمان سره يو شي کولای شي وضعيت بدل کړي او دغه جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي ټينګار وکړ چې په اسلام کې هم جګړه شته هم سوله او هغوی چې يوازې په جګړه باور لري، باور يې اسلامي نه دی.
نوموړي وويل، ديني عالمان بايد فکر ونه کړي چې وضعيت نه شي بدلولای بلکې دا هر څه ممکن دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


