د افغانستان كركټ ملي لوبډلې د اسيا جام په سياليو کې خپله وروستۍ لوبه تېره شپه له هند سره مساوي کړه. د لوبې پچه افغان لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د شهزاد محمدي د ۱۲۴ منډو په مټ ۲۵۲ منډې جوړې کړې او خپلې سيالې لوبډلې ته يې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.
خو هندۍ لوبډلې د خپلې ټولو لوبغاړو په سوځېدو هم دغه هدف پوره نه کړ او دوی هم ۲۵۲ منډې جوړې کړې.
هند په اسيا جام سياليو کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي او تر دې مهاله يې کومه لوبه هم نه ده بايللې، پايلوبې ته يې هم لاره موندلې، خو افغان لوبډلې وکولای شول تر يوې سختې مبارزې وروسته لوبه مساوي کړي.
د اسيا جام په ګروپي پړاو سياليو كې افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې او سريلانكا او بنګله دېش ته يې ماتې وركړې، خو په دوهم پړاو كې يې خپله لومړۍ لوبه پاكستان او دوهمه بنګله دېش ته په لږ توپير وبايلله.
د كركټ د اسيا جام سياليو په ګروپي پړاو كې د افغانستان، پاكستان، هند، بنګله دېش، سريلانكا او هانګ كانګ لوبډلو برخه لرله، خو سريلانكا او هانګ كانګ خپلې دواړه لوبې وبايللې او له مخكې تګه پاتې شول.


