د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي غونډې ته وينا کوي.
نوموړی به په خپلو کې خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په سيمه ييزه او نړيواله همکارۍ ټينګار وکړي.
د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي وايي، عبدالله به د لويو نړيوالو قضيو په تړاو د کابل نظر څرګند کړي.
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله وړمه ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونيو ګوتېرش سره په کتنه کې پر پاکستان نيوکه کړې وه او ټينګار يې کړی و چې اسلام اباد تر دې مهاله هم په خپله پاليسۍ کوم څرګند بدلون نه دی راوستی.


