په غزه کې اسراييلي ځواکونو يو فلسطينی وواژه او لسګونه نور يې ټپيان كړل

د غزې په شمال کې تېره ورځ مازديګر مهال د فلسطينيانو پر يوه لاريون د اسراييلي ځواکونو په ډزو يو فلسطينی ووژل شو او ۹۰ تنه نور يا په ډزو ټپيان او يا د زهري ګازونو له کبله مسموم شول.