209
۳ تله ۱۳۹۷
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په بلخ كې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو د كمين په ترڅ كې نهو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د څلورو تنو جسدونه له وسلو سره د جګړې په ډګر كې پاتې دي.
د دولت اباد ولسوالۍ امنيه قوماندان فضل الدين نجمي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه هوډ درلود، چې په لومړي نمبر لويه لار كې د امنيتي ځواكونو پر يوې پوستې بريد وكړي، خو پوليسو يې د ملي امنيت له ځواكونو سره په همغږۍ مخه ونيوله.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې طالبان د بلخ په چهاربولك ولسوالۍ كې پراخ حضور لري او د دغه ولايت د امنيتي مسوولينو په خبره، كله ناكله له هغه ځايه پر دولت اباد ولسوالۍ، چې له چهاربولك سره ګډه پوله لري، بريدونه پلانوي.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *