د چين د سوداګرۍ وزارت وايي، له دې سره په يو وخت، چې واشنګټن د بيجينګ پر غاړه چاقو اېښی او خپلې تعرفې يې لوړې کړې دي، له امريکا سره خبرې امكان نه لري.
د چين د سوداګرۍ وزارت مرستيال وانګ شوون نن دا څرګندونې وروسته له هغه وكړې، چې د دغه هېواد دولتي ادارو يو راپور خپور کړى او په کې يې د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د نورو هېوادونو په وړاندې په زورواکۍ، په نړيوال اقتصاد کې په لاسوهنې او تخريب تورن کړی دی.
نوموړي وويل، چين خبرو ته چمتو دی، خو اوس چې امريکا محدودوونکي تدابير تصويب کړي، ورسره خبرې ناشونې دي.


