ads

بېروزګاري اوج ته رسېدلې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې بېروزګاري خپل اوج ته رسېدلې، له ايرانه هم هره مياشت شاوخوا ۹۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي.

نویسنده: mayar
2 تله 1397
بېروزګاري اوج ته رسېدلې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې بېروزګاري خپل اوج ته رسېدلې، له ايرانه هم هره مياشت شاوخوا ۹۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي.
د هرات كډوالو او راستنېدونكو چارو ریيس احمد جاوېد نادم وايي، د هغو افغان كډوالو شمېر چې له ايرانه په خپله خوښه يا په جبري توګه هېواد ته راستنېږي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله شاوخوا ۴۵فيصده زيات شوى دى. نوموړي زياته كړه، هره ورځ شاوخوا درې زره افغان كډوال د اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته راځي، په داسې حال كې چې پخوا دا شمېر شاوخوا ۱۵۰۰تنه وو. نادم د دغې ناخوالې علت د ايران بد اقتصادي حالت او د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د ایراني تومانو د ارزښت راټیټېدل په ګوته کوي:«پر ايران د امريکا د اقتصادي بنديزونو په پايله کې د ايراني تومانو ارزښت راټیټ شو او دې ستونزې افغان کاګران اړ کړل چې بېرته افغانستان ته راروان شي.»
که چېرې پورتنۍ شمېرې په يوه مياشت کې حساب شي ۹۰زرو وګړو ته رسېږي چې هره مياشت په ايران کې د بېروزګارۍ د زياتېدو له کبله هېواد ته راروان دي. له بل لوري د اقتصاد وزارت د شمېرو له مخې پر کاري شرایطو د برابرو خلکو نږدې نیمايي يې بېروزګاره دي. شمېرې ښيي چې په هېواد کې ۱۵ملیونه او ۶۰۰ زره تنه پر کاري شرایطو برابر خلک شته چې تر اووه ملیونه ډېر يې بېروزګاره دي. د دې تر څنګ هر کال په زرګونه ځوانان له پوهنتونونو فارغېږي چې په دوامداره توګه د بېروزګارۍ کچه لوړوي.
که څه هم د ملي يووالي حکومت مشرانو د خپلو کمپاينونو پر مهال خلکو ته غوړې غوړې ژمنې ورکولې چې په هېواد کې به د کار زمينه برابره کړي، خو د دې پر ځای چې کاري فرصتونه ډېر شي لا نور پسې کم شوي دي. نه يوازې د ملي يووالي حکومت مشرانو، بلکې په تېرو څه کمو دوو لسيزو کې په افغانستان کې د کارموندنې د فرصتونو د ايجاد لهپاره اساسي کار نهدی شوی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، افغان حکومتونو په تېرو څه کمو دوو لسيزو کې ونهکړای شول، امنيت ټينګ کړي، د پانګونې لهپاره بستر برابر او لويې پروژې پلې کړي.
د کابل پوهنتون استاد عبيدالله وردک کليد ته وويل، د دې لهپاره چې پانګونه وشي او کاري فرصتونه ايجاد شي، امنيت مهم دی او افغان حکومت بايد تر هر څه وړاندې د امنيت ټينګښت او د پانګونې لهپاره د بستر برابرولو په برخه کې کې کوټلي ګامونه اخستي وای: «د امنیت نشت ټول کاري او بشري ځواک ښارونو ته راټول کړى دى، حکومت ونهتوانېد د پانګوالو لهپاره يو منظم او هر اړخیز بستر جوړ کړي، پانګه او پانګوال وتښتېدل، د دې تر څنګ د خصوصي سکټور لهپاره سخت شرایط او بيروکراسي هم د پانګې د تېښتې سبب شوه.» نوموړی زیاتوي، په مقرريو کې فساد او لاسوهنه بله ستونزه ده چې کار اهل کار ته نه سپارل کېږي.
له بل لوري افغان خبريال رحيم ګل څاروان وايي، حکومت يوازې دومره هم نهدي کړي چې په خپلو ادارو کې خالي بستونه ډک کړي. نوموړی زياتوي: «د افغانستان اقتصاد پر بهرنیو مرستو ولاړ دی. د بهرنیو مرستو په کمېدو بېروزګاري ډېره زیاته شوې. هغو ادارو چې يو وخت يې کار ايجادولو اوس خپله له بحران سره مخ دي.» د څاروان په خبره، د ملي يووالي حکومت مشران د بهرنيو مرستو په جلبولو کې ناتوانه دي او له دې کبله ورځ په ورځ په هېواد کې بېروزګاري ډېرېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA