ads

په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو کمرنګه ونډه، ولې؟

کلیدګروپ دا ځل د هېواد په درېیو لویو ولایتونو کندهار، هرات او بلخ کې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو پر ونډې څېړنې کړې دي او دا یې موندلې چې په دغو درېیو ولایتونو کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او د سواد کچې ټيټوالی سبب شوی چې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو ونډه پیکه شي.

نویسنده: mayar
1 تله 1397
په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو کمرنګه ونډه، ولې؟

کلیدګروپ دا ځل د هېواد په درېیو لویو ولایتونو کندهار، هرات او بلخ کې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو پر ونډې څېړنې کړې دي او دا یې موندلې چې په دغو درېیو ولایتونو کې امنیتي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې او د سواد کچې ټيټوالی سبب شوی چې په ټاکنیزو بهیرونو کې د ښځو ونډه پیکه شي.
په کندهار ولایت کې د کلید موندنې ښيي چې د دغه ولایت په ۱۲ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ښځینه کاندیدانې بیخي نه‌شته دی، یوازې له درېیو ولسوالیو ډنډ، پنجوایي او ژېړۍ څخه ۵ تنه ښځینه کاندیدانې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره نوماندې دي. د کندهار ولایت د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ټول ټال ۱۷۶تنه نوماندان ولاړ دي چې یوازې دوه فیصده یې ښځې تشکیلوي. خو ولسي جرګې ته بیا ۱۱۲تنه نوماندان ولاړ دي چې ۱۳په کې ښځې دي او ۱۳فیصده جوړوي. بل لور ته شواهد ښيي چې په کندهار کې ۵۶۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده. له دغه ډلې ۷۳زره یې ښځې دي چې د نوم لیکنې د ټولې شمېرې ۱۳فیصده جوړوي.
په هرات کې د کلیدګروپ موندنې ښیي چې په ۱۰ولسوالیو کې د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له کبله ښځو د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ځانونه نه‌دي نوماند کړي. په دغه ولایت کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ټول ټال ۳۱۹تنه نوماندان ولاړ دي چې له دې ډلې ۱۹یې ښځې دي او ۵فیصده جوړوي. په هرات کې ولسي جرګې ته ۱۶۱نوماندان ولاړ دي. له دې ډلې ۲۸تنه یې ښځې چې ۱۷فیصده جوړوي. په هرات کې ۵۵۷ زره کسانو د ټاکنو له‌پاره نوم لیکنه کړې چې ۲۴۷زره یې ښځې دي.
په بلخ ولایت کې ۴۳۴زره تنو په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نوم لیکنه کړې چې ۱۸۹زره یې ښځې دي. ولسي جرګې ۸۵تنه ولاړ دي چې ۲۱ په کې ښځې دي او ۲۴فیصده جوړوي. په بلخ کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ۳۴۴تنه ولاړ دي چې ۲۸تنه یې مېرمنې دي او د ټولې شمېرې ۸فیصده جوړوي.
کندهار
د کندهار په ۱۲ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره هېڅ ښځینه نومانده نه‌ده ولاړه، فقط درې ولسوالۍ یې ۵ښځینه نوماندانې لري. په دغه ولایت کې ټول ۵۶۸ زره کسانو نوم لیکنه کړې چې ۷۳زره یې ښځې دي. د کندهار ټاکنو کمسیون مشر ډاکتر اعماد هاشم درانی وایي: «په ټوله کې د ښځو دا شمېره کمه ده.» د نوموړي د معلوماتو له مخې له کندهار څخه ولسي جرګې ته ۱۱۲تنه ولاړ دي چې ۱۳یې ښځې دي او د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ۱۷۶تنه ولاړ دي چې فقط ۵ یې ښځې دي. د کلید د موندنو له مخې ډنډ، پنجوایي او ژیړۍ هغه ولسوالۍ دي چې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره هېڅ ښځينه نوماندانې لري. ډاکتر هاشم درانی وایي: «کلتوري ستونزې او د امنیت نشت هغه موارد دي چې ښځې یې په ټاکنو کې له ګډون څخه راګرځولې دي.» له کندهار څخه ولسي جرګې ته نومانده مریم دراني وايي، پر دولت د خلکو بې‌باوري، نازک امنیتي وضعیت او د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو کشمکشونو په دغه ولایت کې د نوم لیکنې کچه راغورځولې ده:«د ولسوالیو شوراګانو صلاحیتونه او دندې هم په ښه ډول نه‌دي واضح شوې دا او دې ته ورته نورې ستونزې سبب شوي چې ښځې دغو شوراګانو ته ځانونه ونه‌نوموي.»
د ټاکنو کمسیون مسوولین وايي چې د ښوونځي، جوماتونو او نورو غونډو له لارې یې خلک نوم لیکنې او په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره هڅولي دي، خو د ولسي جرګې نومانده مریم دراني وايي چې په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره هیڅ عامه پوهاوی نه‌دی شوی:«باید د جوماتونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو له لارې عامه پوهاوی شوی وای، خو دوی دا کار نه‌دی کړی.» د کندهار مدني فعالان او عام ولس هم وايي چې د ټاکنو کمسیون د عامه پوهاوي پروګرامونه نه‌دي ترسره کړي. د کندهار اوسېدونکی عبدالکریم وايي:«موږ په دې نه‌پوهیږو چې څنګه خپل د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړو، د پیژندپاڼو د سټېکرونو په اړه هم خلکو ته پوهاوی نه‌و ورکول شوی، له همدې کبله ډېرو خلکو نوم لیکنه ونه‌کړه.» مدني فعاله سوله سادات بیا وايي چې په کندهار کې اکثریت ښځې پيژندپاڼې نه‌لري؛ نو له همدې کبله د نوم لیکنې له بهیر څخه پاتې شوې دي. خو د کندهار ولایت د احوالو او نفوسو ثبت ادارې مسوولین وایي چې د روان ۱۳۹۷لمریز کال له ثور تر زمري پورې یې شاوخوا ۲۴۵زره پېژندپاڼې وېشلې چې له دې ډلې ۷۰۰۹۴ پېژندپاڼې ښځو اخستې دي. د دغې ادارې مدیر احسان‌الله ابدالي وایي: «په کندهار کې د پېژندپاڼو د اخستو له‌پاره غوښتنې ډېرې زیاتې دي او موږ به دا لړۍ جاري وساتو.» بل لور ته د ولسي جرګې نومانده مریم دراني وايي چې د کندهار په لرې پرتو سیمو کې د نوم لیکنې په بهیر کې درغلۍ شوي چې په ټاکنو منفي اغېزه کولای شي: «د ټاکنو کمسیون د ولسوالیو په مرکزونو کې د روڼوالي له‌پاره کار کولای شي، خو په لرې پرتو سیمو او کلیو کې بیا دوی دا څارنه نه‌شي کولای، هلته د تقلب امکانات زیات دي چې باید ورته پاملرنه وکړي.» خو په دغه ولایت کې د ټاکنو کمسیون مشر هاشم درانی وايي چې راروانې ټاکنې به شفافې وي: «سل په سلو کې دا نه‌شو ردولی چې تقلب به نه‌وي‌ شوی، شوی به وي، خو په ډېره کمه پیمانه.»
په ټاکنو کې د درغلیو خبره نوې نه‌ده، د جمهوري ریاست تېرې ټاکنې خورا ډېرې له درغلیو ډکې وې.
هرات
د هرات په ۱۰ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ښځینه نوماندانې نه تر سترګو کېږي. د دغې ستونزې عمده سبب ناامني او ټولنیزې ستونزې په ګوته شوې دي. د هرات ولایت د ټاکنو کمسیون مشر ډاکتر داوود صدیق‌زاده وایي چې دغلته ټول ټال۵۵۷زره کسانو په ټاکنو کې د برخه اخستنې په هدف خپل نومونه لیکلي چې له دې ډلې ۲۴۷زره یې ښځې دي: «همداراز ولسي جرګې ته ۱۶۱تنه ولاړ دي چې ۲۸ تنه یې ښځې دي. د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ۳۱۹تنه ولاړ دي چې ۱۹یې ښځې دي.» صدیق‌زاده وايي، هرات ۱۹ولسوالۍ لري چې له دې ډلې په ۱۰ولسوالیو کې یې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره ښځینه کاندیدانې نه‌دي ولاړې: «ټولنیزو ستونزو او ناامنۍ ښځې له نوماندۍ راګرځولې دي.» چشت شریف، شینډنډ، کهسان، اوبه، ګلران، پشتون زرغون، کرخ، ګذره، پشت‌کوه او زیرکوه هغه ولسوالۍ دي چې د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره هېڅ ښځینه نومانده نه‌لري. مدني فعاله فرشته یعقوبي وایي، په تېرو ټاکنو کې پراخو درغلیو ښځې په دغه بهیر بې‌باوره کړې دي: « ښځې ناهیلې شوې دي.» په ورته وخت کې له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته نومانده او د همدې جرګې برحاله غړې ناهید فرید بیا نارینه‌وو ته ګوته نیسي چې د ښځو حقونه خوري او په سیاسي تصمیمونو کې ونډه نه‌ورکوي: «علاوه پر دې امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ستونزو هم ښځې د نوم لیکنې له بهیر څخه راوګرځولې.» له دغو ټولو ستونزو سره سره په هرات کې د ټاکنو کمسیون مسوولین وایي، له بېلابېلو لارو یې هڅه کړې چې خلک په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره وهڅوي. خو ناهید فرید بیا د کمسیون له کار څخه راضي نه‌برېښي، نوموړې وايي:«د نوم لیکنې تر ورځې خلک په دې نه‌پوهېدل چې دغه پروسه څنګه مخ ته ځي او څنګه کولای شي نوم لیکنه وکړي.»
بلخ
په بلخ ولایت کې ۴۳۴زره او ۶۶۵تنو په ټاکنو کې د ګډون له‌پاره نوم لیکنه کړې چې ۱۸۹زره او ۵۴۴تنه یې ښځې دي. د بلخ ولایت د ټاکنو کمسیون رییس فضل‌احمد حیاتي وایي، په دغه ولایت کې ۸۵ تنو د ولسي جرګې له‌پاره ځانونه نومولي چې ۲۱ په کې ښځې دي: «خو د ولسوالیو شوراګانو له‌پاره بیا ۳۴۴ تنو ځانونه نوماند کړي چې ۲۸ په کې ښځې دي.» د حیاتي په خبره په بلخ کې نازک امنیتي وضعیت او د سواد کچې ټیټوالی سبب شوی چې کم شمېر ښځې ځانونه کاندید کړي. د ولسي جرګې ټاکنو له‌پاره نومانده فرزانه رحیمي هم خراب امنیتي وضعیت د ښځو د کمې ونډې علت بولي. نوموړې وايي: «موږ خلک ډېر تشویق کړل، د رسنیو له لارې مو عامه پوهاوی ورکړ، خو خلک د ناامنۍ له کبله زړه نه ښه کوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.» په بلخ کې د مدني ټولنو د بورډ غړی سید مختار احمدي وايي د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو کمرنګه حضور اندېښمن کړی. نوموړی وايي: «څنګه چې لازمه وه، په هغه اندازه ښځو ګډون ونه‌کړ، خلکو په انتخاباتو خپل باور له لاسه ورکړی، د ښځو د کمرنګه نوم لیکنې علت همدغه بې‌باوري ده.» بلخوا د ټاکنو کمسیون مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د نوم لیکنې پروسه ډېره شفافه ترسره شوې، خو فرزانه رحیمي بیا دا خبرې ردوي او وايي د درغلۍ کچه خورا لوړه وه: «داسې کسان هم شته چې په یو نوم یې پنځه یا شپږ تذکرې اخستې دي.» نوموړې د امنیت ټینګښت د شفافو او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو له‌پاره اړین بولي: «که وضعیت همدغسې وي رڼې ټاکنې به ونه‌لرو.» د مدني ټولنو د رهبرۍ غړی سیدمختار احمدي هم درغلیو اندېښمن کړی: «په لرې پرتو سیمو کې د نوم لیکنې په بهیر کې د زورواکو، د ولسي جرګې غړو او کاندیدانو له لوري لاس‌وهنه وشوه.»
محرومې ولسوالۍ
د هرات او کندهار ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له کبله هېڅ نوم لیکنه نه‌ده شوې. پشت کوه، زیرکوه او فارسي د هرات، معروف او نېش د کندهار هغه ولسوالۍ دي چې د ټاکنو له‌پاره هېڅ نوم لیکنه په کې نه‌ده شوې. د کندهار غورک، شورابک، ریګ، میانشین، خاکریز او شاه‌ولي‌کوټ بیا هغه ولسوالۍ دي چې کمه نوم لیکنه په کې شوې ده. د کندهار د ټاکنو کمسیون مشر هاشم دراني وايي: «په ریګ ولسوالۍ کې د ټولې ولسوالۍ په سطحه ۱۲۹کسانو نومونه لیکلي دي.»
شواهد ښيي چې د ټول هېواد په کچه په ۱۲۰ولسوالیو کې ښځو د ولسوالیو شوراګانو له‌ ځانونه نه‌دي نوماند کړي. د ټاکنو کمسیون مسوولین وایي، دوی د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ځنډ په اړه خپل وړانديز ټاکنیزې کمېټې ته استولی او دا کمېټه صلاحیت لري چې ټاکنې تر څلورو میاشتو پورې وځنډوي، خو اوس چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټې ته لږه موده پاتې ده، لاهم دغې کمېټې پرېکړه نه‌ده کړې. په دغه کمېټه کې د ملي امنیت شورا، ملي شورا، لویې څارنوالۍ او پر اساسي قانون د څار کمسیون استازي او قاضي‌القضات غړیتوب لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA