ads

د پنځو ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو

د وسله ‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې د پنځو ولايتونو امنيتي وضعيت وارزاوه.
دا غونډه پرون په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.

نویسنده: ISMAT MAYAR
31 وږی 1397
د پنځو ولايتونو امنيتي حالت وارزول شو

د وسله ‌والو ځواکونو د اعلى سرقوماندانۍ غونډې د پنځو ولايتونو امنيتي وضعيت وارزاوه.
دا غونډه پرون په ارګ كې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، په غونډه کې لومړى د محرم د ورځو د امنيت په ټينګښت کې د امنيتي ځواکونو د هراړخيزو هڅو او د خلکو د همکاريو قدرداني وشوه.
د هېواد جمهور رئيس او د وسله ‌والو ځواکونو اعلى سرقوماندان د ويډيو کنفرانس له لارې د ۳۳ ولايتونو له ملکي او نظامي مسوولينو سره خبرې وکړې او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.
غونډې د ۳۳ ولايتونو د ملکي او نظامي مسوولينو ستونزو او وړانديزونو ته د رسېدنې په هدف اړوندو مسوولينو ته د اساسي اقداماتو د کولو لارښوونه وکړه.
په غونډه كې د غزني، ميدان وردګ، بلخ، فراه او جوزجان ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د دښمن د دسيسو د دفع کولو لپاره لازمې لارښوونې وشوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA