سليم: د سولې هڅې مو په برياليتوب سره روانې دي

نن د سپټمبر مياشتې ۲۱مه نېټه د سولې له نړيوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ‎داسې حال کې نمانځل كېږي، چې افغانستان اوس هم په جګړو کې ښکېل دى او هره ورځ په ‎کې په چاودنو او ځانمرګو بريدونو كې د خلکو د وژل کېدو خبرونه خپرېږي.